افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

دا هم یو څو دوه یزی او څلوریزی

لا یې غوټۍ وهلې نه ویی تا ترې تاو کړې غنې
هسی له ورایه مې کتل څه شوکول خو مې نه



مادې دربار تـــه وې دروړې په لیمو کښی اوښکی
تاچی انــــــــکار وکړدرولوېدې په پښو کښی اوښکی



ستا د لاس بنګړی یم په خبرو مې لږ راوله
مات نه شم ګونګی یم په خبرو مې لږراوله
ستورو ستاسو کلی ته خو شپو راتښتولی یم
لمره ښاپېرۍ یم په خبرو مې لږراوله


ستا د راتلو په انتظار چې ته راځې او که نه
درته به یم سترګې په لار چې ته راځې او که نه

د زړه ګلبڼ کې ټوکیدلی مې دی سره ګلونه
دی مې د ژوند ورځې بهار چې ته راځې او که نه


اشنا ستا د یادونو سلسلې دی چې تیریږی
د نن او د سبا په طمع شپې دی چې تیریږی
یو زه یمه جانانه بله ستا غم راسره مل دی
پر مخ مې بس د اوښکو قافلې دی چې تیریږی


سبا پورې ور مه شې تر سهار ه ځوانیمرګ شی
زما راستی دې ملا ماته کړه یاره ځوانیمرګ شی
خولګۍ چې مې غوښته ترې ، ما وې کلی به خبر کړی
موسکۍ شوه ، غلې یې اوویل چې یاره ځوانیمرګ شی


یو تاته او دوه درې نورو نفرو ته تسلیم یم
نه ! خدایګو په دې ښکلیو کې اکثرو ته تسلیم یم
والله که دې څلور واړه کتابه ملامت کړی
جانانه ستا پخو ، پخو خبرو ته تسلیم یم


ما درته ویل مکړه اعتبار زړگیه ودې لیدل؟
څنگه یی درکړلو گذار زړگیه ودې لیدل؟

ما درته ویل چی ددی وخت جانان وفا نلری
وې تر مطلبه پورې یار زړگیه و دې لیدل؟


محبت به دې پکار شی دا سې مه کړه
چیری ستا به ھم څوک یارشی داسې مه کړه
د زړګې علاج مې وکړه سوال مې واورہ
خپل زړګې به دې بیمار شی داسې مه کړه


ماته په کعبه د چا قسم مه راکوه
مینه مې حرم دى بل حرم مه راکوه


ته چی ماته نصیحت کوې اخونده
خبر نه یی دپاسته بازو له خونده
شکر خواب دهغه لیچو به هیر نه کړم
چی بنګړی پکی پراته وی تر مړونده



ده ساحل غاړی ته چه څرنګه موجونه راځی
دغسی می زره ته جانانه ستا یادونه راځی
همیش ده ژوند په دی اوژده سفر کی
مخی ته زما ده غمو غرونه راځی
زه په دی پوه شومه چه کله ځیر شوم



دغـــه غــــرونــــه پښتانه دی ګړنګونـــه پښتــــانـــــه دی
په کی مړبه شې غلیمه! دادښتـــونــــه پښتــــانــــــه دی
دغه سمڅـــې،دغـــــه پرښې،داپېچومی،دغه کرښـــې
دښمنـــان پکـــی ګیرېـــږی،مورچلونــه پښتـــانـــــه دی



پښتو کوڅه په کوڅه ګرځی پښتانه لټوی
پښتون په شاه منډې وهی چې مادې نه لټوی


څومره غنی دی دا فقیر پښتانه
چې ابراهیم غوندې لمبو کې اوسی


تاته که خپل کور باغ ارم ده خوو مالره
ښـــــــــکاری دجنت دباغ ګلونه پښتانه
ګورته به وړې داارمان په هیڅ صورت
نـــــــه منی په مینځ کی دیوالونه پښتانه