افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

ښاغلی عبدالباری جهانی شعرونه

ښاغلی عبدالباری جهانی شعرونه 

د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالی  کلا فصیل او بامیزو کوڅی  په  تقاطع کی یو کور  دی چی  د احمد شاهی عصر دمشهو شخصیت اشرف الوزار  شاولیخان بامیزایی د استوګنې مېنه وه .
په دې کور کی یو خوش سلیقه، بې ازاره  او پرهېزګاره  سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباری جهانی ، چی نن په فرهنګی  حلقو کی  د پښتو ژبی د نازکخیال شاعر په توګه یو پېژندل  سوې څیره ده ، او شعر یې د پښتو  ادبی زیرمی پر حجم باندی ، د کیفیت او محتوی په لحاظ، ډیره رنګینه  اضافه ده، د نوموړی سوداګر (اروا ښاد حاجی عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چی زما په حساب پنځوس کاله وړاندی په همدې کورکی زېږېدلی دی.
پر یو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند)  مو دینی زده ګړی ګړی، او د کندهار د میرویس په لېسه کی مو تر دوولسم ټولګی پوری یو ځای درس لوستی دی .
او په  یو کال  پوهنتون  ته  تللی  یو.  زه چی اوس دا کرښی کتږم، ذهن ته می د نیمی پېړۍ ښو خاطراتو  هغه  ډک  ژوند تداعی ګېږی چی په  ریشتیا س ره  په  ویاړلو  ارزی .  زه په هیواد  کی پاته سوم او دی  یې تر یو لړ سرګردانیو وروسته امریکاته   و رساوه وروسته  ماته  هم  مېنه  سره  تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهیسی د کاناډا اوبه راباندی چښلی دی .عبدالباری جهانی د تعلیم په دوران کی شوخ، له درسونه سره یې علاقی خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کی له شعر سره مینه وه، شاعرانه و لولې یې  درلودلی ...  د محلی سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار  د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، میریحی، او مولوی بریالی (شهید)  ډیر شعرونه  یې  په  یاد  زده  وه. حافظه یې دومره پیاوړی وه  چی محلی سندرغاړو به ده په مخ کی هغه غزلی نه ویلې چی نورو  ته  به   یې  زده کېدل  نه غوښتل. ځکه  چی عبد الباری جهانی به په یو وار اورېدلو سره حافظې ته  سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبری جهانی په کتابچه کی درج وه، جهانی په کلاسیکه موسیقی کی ښه وارد و ، او د موسیقی مقامونه  په مسابقه کی به چی په هغه وخت کی د ځوانانو مشغله وه، پاته  نه  راتلئ له شوخی طبعی سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کی می څو ګښته لیدلی دی چی له سترګو څخه به یې لپی لپی اوښکی ګرېوانه ته تویولې 
 

دشعرنمونه په لاندی ډول ده: 

 

عدالت

پخوانیو زمانو کی یو هیواد وو
په مابین کی د لویو غرونو کی آباد وو
غرونه ډک له جواهرو له لعلونو
هم د سرو او هم  د سپینو له کانونو
بهېدل یې په لمن کی لوی سیندونه
خدای ورکړی وه دښتونه شنه باغونه
په ښارونو کی د هر څه ارزانی وه
پر مخلوق  د نعمتونو پرېمانی وه
له ملکونو به راتلل ورته مالونه
د ورېښمو پکښی تلله کاروانونه
سترگی سرې وې ورته تل د دښمنانو
هره ورځ به وې حملې د گاونډیانو
لا یو جنگ به نه وو سوړ   بل به لښکروو
د یوې حملې به پای د بلی سر وو
دوه آفته یې نازل وه پر قومونو
سرچینه یې وه د ټولو پرهارونو
ځغلېدله به  زده کړی له تعلیمه
لکه ماته چی څوک وکړی له غلیمه
بل یې نه وو اتفاق په ټول وطن کی
چی یو تن مخی ته  جوړ د خپل دښمن کی
غولېدل به تل په ټونگ د رقیبانو
بلوسېدله به پر مېنه  د خپلوانو
په وطن کی چی یې هر څه مشران وه
یو د بل د وینو تږی غلیمان وه
د ړانده اولس په مېنه پاچهان وه
ټول غمونه یې تر شا په غم د ځان وه
د لېوانو غوندی سرې خولې او منگولی
یا به خپلو یا د بل وینو لړلی
چی په هر ځای کی حاکم یا صوبه دار وو
پړسېدلی لکه خوگ په غوښو بار وو
حاکمان  ټوله په زړو کی سره مله وه
په وطن کی یو د بل په مرسته غله وه
په کورونو کی یې خښتی وې د زرو
لپی لپی د الماسو جواهرو
په وطن کی یې پاچا د غلو سلطان وو
یو آفت وو نازل سوی له آسمان وو
په ښکاره پر اولسونو مهربان وو
پټ د خپلو حاکمانو نگهبان وو
ور معلوم وو هر کردار د ظالمانو
ور څرگندی وې ټولۍ د قاتلانو
نه یې لنډ کړله لاسونه د بدانو
نه یې واورېدل عرضونه د خوارانو
نه یې بېره وه له خدای نه له عذابه
نه له ورځی  د حساب  او له کتابه
په  دا منځ کی یو حاکم  له حاکمانو
چی ملگری وو د غلو داړه مارانو
په زړه سخت و تر پړانگانو تر لېوانو
ور تریخ کړی یې ژوندون  وو د ښاریانو
یاغی سوی وو   یو وخت له شهریاره
فراری سو تښتېدلی وو له ښاره
اردلیانو د حاکم ورور وو نیولی
لاس تړلی یې له کوره را ایستلی
د حاکم ورور یې حاضر کړ په دربار کی
په حضور د مهربانه شهریار کی
د حاکم د ورور نارې سوې شر او شور سو
چی خبر یې له فریاده کلی کور سو
ویل خدایه څه گناه  څه می تادا ده
زما له لاس څخه ختلې څه خطا ده
شهریار ویل ته اوس هم خبر نه یې
لا خبر دی  د گناه په اثر نه یې
د یاغی او د قاتل حاکم چی ورور یې
دغه بس ده چی خپل قام لره  پېغور یې
له یوې موره چی څوک وی زېږېدلی
په گناه وی همېشه شریک راغلی
د حاکم  د ورور نارې سوې ویل خدایه
ته پوهېږې  بېگناه یمه له ځایه
نه پلار والی نه ورور والی په اختیار دی
دا کارونه اسمانی د کردگار دی
چی په وینو یې لړلی دی لاسونه
چی د خلکو یې چور کړی دی کورونه
تباه کړی چی یې کلی او ښارونه
چی له څېلمی یې وژلی اولسونه
هغوی سرې سترگی په ښار کی حاکمان دی
سلامی ورته پوځونه د سلطان دی
بې گناه دلته  وگړی قصاصېږی
بې گناه د بل په تور دار ته کشېږی
پاچا وویل بېشکه گناه کار یې
ته د سختو سزاگانو سزا وار یې
چی هم ورو  یې د یاغی پر دې برسېره
لا دی ژبه ده  اوږده له حده تېره
تاته ښایی سیاه چالونه  زندانونه
ستا د ژبی دی په کار تېره تېغونه
چی عبرت سی په وطن کی د ښاریانو
د یاغیانو قاتلانو د خپلوانو
بېگناه د جلادانو تر تېغ تېر سو
د پاچا او له درباره څخه هېر سو
د پاچا د عدالت کېدې خبری
مطربانو ورته غبرگی کړې سندری
 شاعرانو ورته جوړی قصیدې کړې
له کیسو یې ربابونو  نغمې سرې کړې
یو له  بله چی دښمن سی اولسونه
ورانوی د یوه بل د ابا خونه
چی پر کور یې غوړېدلی جهالت وی
په نصیب به یې همداسی عدالت وی
هی توبه د هغه قام له بدمرغیو
چی قسمت یې سی په لاس  د گاونډیو
قتلوی په یوه بل تربور قومونه
ځغلوی یې په میراث پاته مالونه.
٢٠٠۴-۴-٩
ویرجینیا

ارواښاد حمید مومند شعرونه

ارواښاد حمید مومند شعرونه 

د پیښور سهیل-لویدیځ لورته  وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل  سربڼی مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر  کړی  دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شی.

په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی

ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږی

تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:

۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دی او څلور پلا چاپ شوی دی..

۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.

۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق    چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.

له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لری مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځی او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلی سید انورالحق جیلانید سریزی نه )  

دشعرنمونه په لاندی ډول ده:

 

غزل

محــــــبت کــــــړم دخــــوبانــواوښ پــه نته   

د هــــــر چــــــا د ظلم بار وړم بـــــــې منـــــــته

د ښکاری په دودجــــاروځم تــــــرهـــر بوټی

درسته ورځ د یــــــــوه ښـــــــــــکار له محبته

پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې

نه دســــروزروپـــــــه تـخـــــت باندې بې پته

د کمــــال کعــــبه بـــــــه هـــله شی در پـــیښه

کـــــــــه دلار دکمـــــینـــــی نـــــه کـــــړه غلطه

طلبوه ســــرفــــــرازی پّــــه ســـرکـــوزۍ کې

را کــــــــوزیــــــږی پـــــه هډوکی هما ښکته

چې د عشق د سپـــکاوی درنښت مې ولید

بـــــی پــــرواشــــــوم د نـــــاصح لـــه ملامته

هــــــغه تــــشې شړومبې شاربی سروری کا

چې ښادی غـــــــواړی بــــــې غمه بی محنته

که هر څو یی پــــــه ر ضـــــااوپـه صلاح وی

ویـــــــره بـــــــویـــــه د رقیـــــب لــــه شیطنته

کـــــه د ښکـــــــلو ددرګـــــاه ګــــدایی مومم 

هی تــــــوبــــــــه د محمد شـــــاه لــه سلطنته

چـــــــې مـــــې خټــې فرښتو په لاس اخښلی

لا هـــــالـــــه مـــې بوی دعشق  تلو له طینته

څو د پښې دتورتـــــــارونــــــه وی نیــــــولی

بـــــــاز بــــــه لاس لـــــــره درنــــه شی قراغته

چې نا صح په ترک د عشق څـــــه درته وایی

و دوزخ تــــــــه دی  وبــــــاســـــی لــــــه جنته

د آشنا د محبت پــــــه لــــــوی سفــــــر کـــې

د حمــــــــید د تـــــــندی پیـــــټی یی صورته

ارواښاد حمید مومند شعرونه

ارواښاد حمید مومند شعرونه 

د پیښور سهیل-لویدیځ لورته  وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل  سربڼی مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر  کړی  دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شی.

په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی

ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږی

تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:

۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دی او څلور پلا چاپ شوی دی..

۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.

۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق    چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.

له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لری مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځی او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلی سید انورالحق جیلانید سریزی نه )  

دشعرنمونه په لاندی ډول ده:

 

غزل

محــــــبت کــــــړم دخــــوبانــواوښ پــه نته   

د هــــــر چــــــا د ظلم بار وړم بـــــــې منـــــــته

د ښکاری په دودجــــاروځم تــــــرهـــر بوټی

درسته ورځ د یــــــــوه ښـــــــــــکار له محبته

پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې

نه دســــروزروپـــــــه تـخـــــت باندې بې پته

د کمــــال کعــــبه بـــــــه هـــله شی در پـــیښه

کـــــــــه دلار دکمـــــینـــــی نـــــه کـــــړه غلطه

طلبوه ســــرفــــــرازی پّــــه ســـرکـــوزۍ کې

را کــــــــوزیــــــږی پـــــه هډوکی هما ښکته

چې د عشق د سپـــکاوی درنښت مې ولید

بـــــی پــــرواشــــــوم د نـــــاصح لـــه ملامته

هــــــغه تــــشې شړومبې شاربی سروری کا

چې ښادی غـــــــواړی بــــــې غمه بی محنته

که هر څو یی پــــــه ر ضـــــااوپـه صلاح وی

ویـــــــره بـــــــویـــــه د رقیـــــب لــــه شیطنته

کـــــه د ښکـــــــلو ددرګـــــاه ګــــدایی مومم 

هی تــــــوبــــــــه د محمد شـــــاه لــه سلطنته

چـــــــې مـــــې خټــې فرښتو په لاس اخښلی

لا هـــــالـــــه مـــې بوی دعشق  تلو له طینته

څو د پښې دتورتـــــــارونــــــه وی نیــــــولی

بـــــــاز بــــــه لاس لـــــــره درنــــه شی قراغته

چې نا صح په ترک د عشق څـــــه درته وایی

و دوزخ تــــــــه دی  وبــــــاســـــی لــــــه جنته

د آشنا د محبت پــــــه لــــــوی سفــــــر کـــې

د حمــــــــید د تـــــــندی پیـــــټی یی صورته

ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه 

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پیاوړى لیکوال، د خداى بخښلى میر سید پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجری ش. کال، دافغانستان د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالى د عزیز خان په کڅ کې زیږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعلیمی رسم سره سم د دینی او عربی علومو مروجه تعلیم د جومات نه پیل کړ، او د هغه خاصې ذکاوت او استعداد له برکته چه خداى(ج) ورکړى ؤ، په ډیر لږ وخت کې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حدیث او تفسیر کتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وویلې. ددینی متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصی مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجری ش. کال کې د انیس د ملی ورځپاڼې په دفترکې د کاتب په حیث مقررشو او تقریباً ۳۴ کاله د دولت د رسمی مامور او د شورا د وکیل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمی ماموریت د ډاکټر محمد یوسف په کابینه کې په کال ۱۳۴۳ هجری ش.د قبائلو مستقل ریاست ؤ. الفت صاحب د رسمی ماموریت په څنګ کې د کابل په پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په کال ۱۳۲۸ هجری ش.د شورا په اوومه دوره کې، الفت صاحب د ننګرهار د خلکو لخوا د وکیل په حیث انتخاب او په شورا کې د دویم معین په توګه و ټاکل شو. په کال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره کې الفت صاحب د لغمان د قرغیو ولسوالی د خلکو لخوا وکیل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره کې بیا دننګرهار د وکیل په حیث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجری ش. کال په لویه جرګه کې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلکو وکیل ؤ.
الفت صاحب نه یواځې د خاص ذکاوت او استعداد خاوند ؤ، بلکه دلیکوالى د خاص قدرت او شعری روانې قریحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمی ماموریت سربیره، دینی، اجتماعی، سیاسی، او انتقادی شعرونه او مضامین ولیکل او کتابونه او علمی رسالې تالیف کړ، چه ځینې تا لیفات یې مطبوعاتی جوائز هم ګټلی.دی.
دا د پښتو ژبې شاعر او لیکوال په دری ژبه هم شعرونه اومضامین لیکلی چه له بده مرغه ددوى دری اشعار اوس په لاس کښې ندی. د ارواښاد الفت صاحب تالیفات د نظم، نثر او ترجمې پنځویشت کتابونو ته رسیږی، چه ځینې کتابونه یې تر اوسه ندی چاپ شوی. د استاد الفت آثار په خواشینى سره تر اوسه په بهرنیو ژبو هم ترجمه شوی ندی.
الفت صاحب یو متواضع، حلیم، خاموش او لږ ویونکى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې یې نه کولې او تل به یې د بل خبروته غوږ ایښود، ډیره ظریفه طبع یې لرله او په ټوقو کښې یې هم ادبی نکات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصیت، شاعرۍ او لیکوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او لیکوالو ډیر په زړه پورې مطالب لیکلی دی ، اما د الفت صاحب د معرفی او پیژندلو لپاره ښه او یواځینى وسیله د دوى خپل آثار دی.
الفت صاحب په لیکوالۍ او شاعرۍ کښې د یو خاص سبک خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصیت سادګی او روانی ده، چه دا خاصیت ددوى لیکنې او اشعار د نورو شاعرانو او لیکوالو د شعر او نثر نه بیلوی. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لری او خاص او عام بې تکلیفه په مطلب پوهیږی او هر څوک د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلی.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونکی د ژوند هغو حقایقو ته متوجه کوی، کوم چه دمخه تر دې څوک ورته ندی متوجه شوی.
د ارواښاد الفت شخصیت اود ژوند طریقه د هغوى د پوهې او علمیت ښکارندوى ؤ. په ظاهر او باطن کښې یې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انسانی او اسلامی اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اولیکنو زیاته برخه، اجتماعى او سیاسی انتقادونه او د ټولنې د نیمګړتیاوود سمون په لور دعوت دى.د مسکینانو، بیوزلو او یتیمانو سره همدردی هم د الفت صاحب په شعرونو کښې ډیر زیات دى. اسلامی جهاد د الفت صاحب په لیکنو کې لوى ځاى لری او دینی او مذهبی اشعار یې په قرآن او نبوی احادیثو متکی دی.
ارواښاد الفت د رسمی ماموریت، شاعری او لیکوالی تر څنګ په سیاست کښې هم فعال ؤ.په کال ۱۳۳۰ هجری ش. کښې د ولس ملی جریده تاسیس او د ۱۳۳۲ کال تر پایه ددغه جریدې د امتیاز خاوندؤ.
د ولس ملی جریده د لوستونکو د شمیر له مخې د هغه وخت د ډیرو لویو آزادو ملی جرایدو څخه ګڼل کیده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت کښې د خوشحال خان ادبی جائزه او د ابوعلى سینا علمی جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دویمه او د ستورى دریمه درجه نښانونو او ددویمې تقدیر نامې په اخستلو هم بریالى شویدى.
د الفت صاحب ډیر وخت په مطالعه او لیکلو تیریده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوکښې(د محمد داؤد خان د جمهوریت په وخت کښې) د افغانستان د سیاسی او اجتماعی وضعې نه ډیر زیات کړیده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډیر کوښښونه وکړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچمیانو او کمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پیژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته یې لرله، نه یې الفت صاحب ته د لیدلو وخت ورکړ او نه یې د الفت صاحب لیک ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه لیکل شوى ؤ)، توجه وکړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزیز خان په کڅ کښې چه دده د زیږیدلو ځاى دى تیرول، تر څو چه د۱۳۵۶ کال د لیندى د میاشتې په ۲۸ نیټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ کلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هدیره کښې چه د کابل جلال آباد د سړک په څنګ پروت دى خښ شو. 


خداى (ج) دې وبخښی. 

 

د وطن محبت

د وطن په محبت باندې قسم خورم

چې د ځان له غمه زیات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپریم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږی ، غواړی کولی دی وی د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم

د جنت  باغ کښې مېوې رقم رقم خورم

دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو

په غیرت ګټلی شی  به ولې کم خورم

د وطن داعتلا  تږی  یم ځکه

لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه یم چې تل ننګ په وطن خورمه

هغه نه یم چې رشوت سود او سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرونه

ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرونه 

خوشحال خان دشهباز خان زوی دیحیی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جینجوخان کودی، دتوری او قلم د میدان اتل، دپښتوژبې غښتلی شاعر، سترلیکوال، پیژندل شوی ملی مبارز دخټکودپښتنی کورنۍ د پښتو دادبی مکتب بنسټ ایښودونکی دملی غورځنګ لارښوونکی په (١٠٢٢) هجری قمری کال کې د دوه یمی خور په اتلسمه نیټه د خټکوداکوړۍ د سیمې د لنډی سیند په ښۍ خوادلرې پښتونخوادپیښور ختیځی خواته دښارڅخه پنځه دیرش میله لرې په سرای نوم ځای کې زیږیدلی په (١١٠٠) هجری قمری کال کې مړ اوخاوروته سپارل شوی دی.

  خوشحال خان دیوولسمی پیړۍ ستر شاعروچې ترننه پوری یې د یاد ګیرنې په درنښت پرتمین تلین نیول کیږی.

 خوشحال خان د هلک توب په دوره کې ډیر ځیرک پوه زړور، قوتمن پلټونکی، دمشرانو منونکی او په کشرانو مهربان، دهمځولوکلک ملګری و، همیشه به یې خپل ژوند په خوشحالی تیراو.

خوشحال دځوانۍ په دوره کې : ډیرغښتلی، هیوادپال ځلمی و خوشحال خان خټک په اتلس کلنۍ کې واده وکړ.  څرنکه چې ده د پښتو ژبې له شعرویلوسره ډیره مینه درلودله نوهمداسبب و چې په شل کلنۍ کې یې په (١٠٤٢) هجری قمری کال د شعرپه ویلواو لیکلوپیل وکړ. دخوشحال خان دلومړنی شعر د نمونی لومړنی بیت داسی دی.

عقل سل دمصلحت بندونه جوړکا

چې دعشق سیلاب پرې راشی واړه نورکا

دخوشحال خان خټک په شل کلنی کې دشعرویلو د ثبوت دشعر هغه بیت چې پخپله یې داسی ویلی دی لکه:

په شل کاله دیګ زمادشعرپه اوریاسو

په د ادو دیې پوخ چې شپیته کاله می تللی

خوشحال خان (خټک) {٧٨} کاله ژوند کړی دی چې په دغو کلونو کې یې (٦٥)  کاله په مبارزه شاعری او لیکوالی تیرې کړی دی . خوشحال خټک دنورو شاعرانو او لیکوالو په نسبت دپښتو ژبې د ادبیاتو دودې پراختیا او عامه ولو په لاره کې ډیر خدمتونه کړی چې ددغه ټکې د اثبات له پاره دده په قول دده  دوه سوه پنځوس لیکلی کتابونه پخپله دده دکار شاهدان دی دادی دخوشحال خان خټک دډیرو کتابو په لړ کې دده دڅو کتابونو یادګیرنه:

١- دیوان {کلیات}.

٢- بازنامه .

٣- صحت البدن {طبنامه} .

٤- هدایه .

٥- آیینه .

٦- فضل نامه .

٧- سوات نامه .

٨- فرخنامه .

٩- دستارنامه .

١٠- بیاض .

١١- زنځیرۍ .

١٢- ریاض الحقیقت .

١٣- عیار دانش .

١٤- تفسیر .

١٥- تفسیر سورت یوسف .

١٦- ریاض الحقیقت : دنثر کتاب دی چې د پرهیز ګاری بیان کوی.

١٧- تفسیر سیرت یوسف : دنثر کتاب دی چې د یوسف (ع ) دکوچنیوالی او دده دروڼو د نا کردو بیان کوی .

 د خوشحال خان خټک په شعرونوکې هرډول  شعرونه  شته لکه : غزلیات، قصیدې، داستانونه، قطعات ، خو دده داشعارو غوره برخه د هیومانتیک (انسان پالنی، ملی حماسی او تربیتی ) افکارو برخه له هرڅه زیات دی .

داده دخوشحال خان د ( هیومانتیک ) د شعرونو دنمونو څخه د شعر یوه نمونه :

وګړی واړه کارونه خپل کا

                                مردان هغه دی چې کار دبل کا

 څوک چې آرام ګټی دنیکو نام ګټی

                                  دخوږ و  زړونودا رویه تل کا

              خوشحال خان خټک  دملی یووالی په غیږ کې  د خپل هیومانتیک افکارو په سرکې داسی بیان کړی دی لکه :

         څو څو غمونه یا مخونه دی

                             یا په دروغو کې یا په نفاق کې

داده دخوشحال خان خټک د شعر هغه نمونه چې دننګ  او ناموس دساتلو په برخه کې یې پښتون قوم ته دننګ د بولۍ د ورکولو په هکله ویلی دی :

ننګ او ناموس

څو وانه خلې له غلیمه انتقام !

                      مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه آرام !

چې دننګ او د ناموس اندوه یې نشته

                              دهغه سړی به نه وی احترام .

ارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه

                     ارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه 

رحمان  بابا  په  ( ١٠٤٢ )  هجری  کی  په  یوه  غریبه  کورنۍ  کی  زېږېدلئ  دئ، په  قوم  مهمند  او  د  پلار  نوم  یې  عبدالستار  دئ.  دی  په  ( بهادر  کلی )  کی  اوسېدئ.  عبدالرحمان  په  خپله  زمانه  کی  یو  صوفی  مشربه  سړی  وو.  ډېر  شعرونه  یې  ویلی  دی.   

د  رحمان  بابا  شعرونه  د  خلکو  ډېر  خوښ  دی،  خلک  دده  په  شعرو  باندی  پالونه  اچوی. رحمان  بابا  په  ( ١١١٨ )  هجری  کی  مړ  سوئ  دئ.

 رحمان  بابا  د  دنیا  کارونه  نه  کول.  دی  به  تر  یوې  ونی  لاندی  ناست  وو  او  شعرونه  به  یې  ویل  چی  د  هغه  کلی  خلک  تر  اوسه  پوری  هغې  ونی  ته  د  قدر  په   سترګه  ګوری.

د  رحمان  بابا  شعرونه  ډېر  ساده  او  اسانه  دی.  اخلاقی،  دینی،  اجتماعی  او  تصوفی  شعرونه  یې  ویلی  دی.  دده  د  شعرو  کتاب  د  ټولو  پښتنو  خوښ  دئ  او  په  لوړه  سترګه  ورته  ګوری.  د ده  د  شعر  نمونه  په  لاندی  ډول  ده: 

 

غزل

خوی که په دا شان وی دل ازار ستا
څه ښادی به کاندی طلبګار ســــتا

حیف چې اورېدی شی لیدی نشی
حسن لطافت دې پریوار ستا

بیا دوباره نه ګوری وبل ته
هر چا چې لیدلی دې رخسار ستا

خدای زده چې ته یار د کوم یوه یې
هر طرف یاران دی صد هزار ستا

ځای د پښو ایښودو مونده نشی
هومره عاشقان دی په دربار ستا

بل هسې نه وی که یې خدای کا
ما غوندې خاکسار او هوادار ستا

عشق له حسنه، حسن دی له عشقه
ته نګار زما یې، زه نګار ستا

ته زما مطلوب یې زه طالب یم
ته زما طبیب یې زه بیمار ستا

ته که تازه ګل د نوبهار یې
زه یم عندلیب په لاله زار ستا

جور که جفا ده که ستم دی
واړه مې منلی دی یکبار ستا

جور په چا څوک په بها پیری
زه یم د جورونو خریدار ستا

یو تار که ضایع شی ستا د زلفو
ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا

سل ازمایښتونه دې راوکړه
حیف دی چې لا نشی اعتبار ستا

تېر یم زه "رحمان " له هره کاره
اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا