افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

حفیظ الله خالد )

د فتنو بازار


د فـتنوپــه تــود بـــازارکی


هــربـــدل تیــږه غمی دی

د درواغـــو یــارانــی کی

مینـی هـریـو لیـــونـی دی

هـرګیدړدلتـه زمـــری دی

هـرقاتل نــن میــړنـی دی

د شپی ږدی درته دامونه

ورځ کی تا نه سپیلنی دی

دلته پـاو چـاره کی نســته

هـریــو ځانته یومنــی دی

ځانځانی یو بد مرض دی

چی نیولی زوړ ځلمی دی

پـوه ناپـوه توپیراوس تلی

چی پیسی لری سـړی دی

لافی هریـو دخدمت کړی

که مو خپل او یا پردی دی

مالوم نــدی دی بازار کی

کوم یوغل کوم کاروانی دی

هریوخپل آس باندی سپوردی

ولس خوار په نـس وږی دی

خواخـوږی لـه منــځه تلی

نه دی خوارولاس نیوی دی

نه دی وږی د نس غم شته

نه یتیم ســره زړه سوی دی

هر یو څاه کنی و بل تـــه

ورور وژنــــــه یو بـــری دی

د فتــنو دوکو لـه لا ســــه

د خالد تل خوړین زړګی دی


حفیظ الله خالد / ویانا / ۱۳/۱۰/۲۰۰۸