افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

افغانستان

د لوی او مهربانه خدای په نامه دا وبلاگ له اکژیت افغان شاعران سوانح او اشعارو بحث کوی.

ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه 

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پیاوړى لیکوال، د خداى بخښلى میر سید پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجری ش. کال، دافغانستان د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالى د عزیز خان په کڅ کې زیږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعلیمی رسم سره سم د دینی او عربی علومو مروجه تعلیم د جومات نه پیل کړ، او د هغه خاصې ذکاوت او استعداد له برکته چه خداى(ج) ورکړى ؤ، په ډیر لږ وخت کې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حدیث او تفسیر کتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وویلې. ددینی متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصی مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجری ش. کال کې د انیس د ملی ورځپاڼې په دفترکې د کاتب په حیث مقررشو او تقریباً ۳۴ کاله د دولت د رسمی مامور او د شورا د وکیل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمی ماموریت د ډاکټر محمد یوسف په کابینه کې په کال ۱۳۴۳ هجری ش.د قبائلو مستقل ریاست ؤ. الفت صاحب د رسمی ماموریت په څنګ کې د کابل په پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په کال ۱۳۲۸ هجری ش.د شورا په اوومه دوره کې، الفت صاحب د ننګرهار د خلکو لخوا د وکیل په حیث انتخاب او په شورا کې د دویم معین په توګه و ټاکل شو. په کال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره کې الفت صاحب د لغمان د قرغیو ولسوالی د خلکو لخوا وکیل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره کې بیا دننګرهار د وکیل په حیث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجری ش. کال په لویه جرګه کې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلکو وکیل ؤ.
الفت صاحب نه یواځې د خاص ذکاوت او استعداد خاوند ؤ، بلکه دلیکوالى د خاص قدرت او شعری روانې قریحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمی ماموریت سربیره، دینی، اجتماعی، سیاسی، او انتقادی شعرونه او مضامین ولیکل او کتابونه او علمی رسالې تالیف کړ، چه ځینې تا لیفات یې مطبوعاتی جوائز هم ګټلی.دی.
دا د پښتو ژبې شاعر او لیکوال په دری ژبه هم شعرونه اومضامین لیکلی چه له بده مرغه ددوى دری اشعار اوس په لاس کښې ندی. د ارواښاد الفت صاحب تالیفات د نظم، نثر او ترجمې پنځویشت کتابونو ته رسیږی، چه ځینې کتابونه یې تر اوسه ندی چاپ شوی. د استاد الفت آثار په خواشینى سره تر اوسه په بهرنیو ژبو هم ترجمه شوی ندی.
الفت صاحب یو متواضع، حلیم، خاموش او لږ ویونکى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې یې نه کولې او تل به یې د بل خبروته غوږ ایښود، ډیره ظریفه طبع یې لرله او په ټوقو کښې یې هم ادبی نکات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصیت، شاعرۍ او لیکوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او لیکوالو ډیر په زړه پورې مطالب لیکلی دی ، اما د الفت صاحب د معرفی او پیژندلو لپاره ښه او یواځینى وسیله د دوى خپل آثار دی.
الفت صاحب په لیکوالۍ او شاعرۍ کښې د یو خاص سبک خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصیت سادګی او روانی ده، چه دا خاصیت ددوى لیکنې او اشعار د نورو شاعرانو او لیکوالو د شعر او نثر نه بیلوی. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لری او خاص او عام بې تکلیفه په مطلب پوهیږی او هر څوک د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلی.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونکی د ژوند هغو حقایقو ته متوجه کوی، کوم چه دمخه تر دې څوک ورته ندی متوجه شوی.
د ارواښاد الفت شخصیت اود ژوند طریقه د هغوى د پوهې او علمیت ښکارندوى ؤ. په ظاهر او باطن کښې یې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انسانی او اسلامی اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اولیکنو زیاته برخه، اجتماعى او سیاسی انتقادونه او د ټولنې د نیمګړتیاوود سمون په لور دعوت دى.د مسکینانو، بیوزلو او یتیمانو سره همدردی هم د الفت صاحب په شعرونو کښې ډیر زیات دى. اسلامی جهاد د الفت صاحب په لیکنو کې لوى ځاى لری او دینی او مذهبی اشعار یې په قرآن او نبوی احادیثو متکی دی.
ارواښاد الفت د رسمی ماموریت، شاعری او لیکوالی تر څنګ په سیاست کښې هم فعال ؤ.په کال ۱۳۳۰ هجری ش. کښې د ولس ملی جریده تاسیس او د ۱۳۳۲ کال تر پایه ددغه جریدې د امتیاز خاوندؤ.
د ولس ملی جریده د لوستونکو د شمیر له مخې د هغه وخت د ډیرو لویو آزادو ملی جرایدو څخه ګڼل کیده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت کښې د خوشحال خان ادبی جائزه او د ابوعلى سینا علمی جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دویمه او د ستورى دریمه درجه نښانونو او ددویمې تقدیر نامې په اخستلو هم بریالى شویدى.
د الفت صاحب ډیر وخت په مطالعه او لیکلو تیریده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوکښې(د محمد داؤد خان د جمهوریت په وخت کښې) د افغانستان د سیاسی او اجتماعی وضعې نه ډیر زیات کړیده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډیر کوښښونه وکړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچمیانو او کمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پیژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته یې لرله، نه یې الفت صاحب ته د لیدلو وخت ورکړ او نه یې د الفت صاحب لیک ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه لیکل شوى ؤ)، توجه وکړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزیز خان په کڅ کښې چه دده د زیږیدلو ځاى دى تیرول، تر څو چه د۱۳۵۶ کال د لیندى د میاشتې په ۲۸ نیټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ کلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هدیره کښې چه د کابل جلال آباد د سړک په څنګ پروت دى خښ شو. 


خداى (ج) دې وبخښی. 

 

د وطن محبت

د وطن په محبت باندې قسم خورم

چې د ځان له غمه زیات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپریم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږی ، غواړی کولی دی وی د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم

د جنت  باغ کښې مېوې رقم رقم خورم

دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو

په غیرت ګټلی شی  به ولې کم خورم

د وطن داعتلا  تږی  یم ځکه

لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه یم چې تل ننګ په وطن خورمه

هغه نه یم چې رشوت سود او سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد